مسکو باختر د ليندي پنځلسمه :
د ٢٠١٤ ميلادي کال د ژمني المپيک په بهيرکې د روسيې د ورزشکارانو په دوپينګ پورې د اړوندو شواهدو له ترلاسه کيدلو وروسته دغه هېواد د جنوبي کوريا په پيونګ چانګ کې د ٢٠١٨ کال د ژمني المپيک په لوبوکې له ګډون څخه بې برخه شو.
د المپيک نړيوالې کميټې دغه راز اعلام وکړ:
له روسيې څخه هغه ورزشکاران چې وکولى شي ثابته کړي چې اوينګ يې نه دى کړى کولى شي په انفرادي ډول او د المپيک د نړيوالې کميټې تر بيرغ لاندې په لوبو کې ګډون وکړي .
د المپيک کميټې وروستى تصميم په سوچي کې د ٢٠١٤ ميلادي کال د ژمني المپيک په بهيرکې د روسي ورزشکاران له دوپنګ سره د دغه هېواد د دولتي پنسټونو د ملاتړ د تور په باب د څيړنو د نتيجې له مشخص کيدو وروسته اعلام شوى دى .
دغه څيړنې په اوولسو مياشتوکې او د سويس د جمهور رييس سامويل اشميت په مشرۍ د يو هئيت له خوا ترسره شوې وې .
د اشميت په رپوټ کې ويل شوي دي: د دوپنګ ضد قوانينو سره د سازمان موندلې لوبې نښې نښانې يې ترلاسه کړې دي چې د سوچي د المپيک په بهيرکې او له هغه څخه مخکې په تقلب کې د روسيې د دولت لاس وهنې په باب پخواني رپوټونه تاييدوي .
په دې رپوټ کې سپارښتنه شوې ده چې د وروستيو څيړنو د نتيجو له مخکې په نړيوالو سياليوکې دوپينګ د مخنيوي کارونه دې بيا وڅيړل شي او پياوړې شي.
دجنوبي کوريا د ژمني المپيک سيالۍ د روان کال د سلواغې دمياشتې په شلمه نيټه يليږي .
روسيه، تل د ژمني المپيک په سياليوکې د مډال د ترلاسه کولو يوه اصلي مدعي ده .
ختم- ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل