خبرونهاقتصادټولنه

د هلمند د پاسپورټ او ترافیکو مدیریتونو نږدې ۲۳۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د وري ۹مه، باختر
د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د تېر ۱۴۰۲ هـ ش کال اړوند لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
په دې کنفرانس کې د امنیې قومندانۍ ویاند ملاعزت الله حقاني وویل چې تېر کال د ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت له لوري ۶۶ لویې او وړې وسلې ۲۱ لاسي بمونه او زرګونه بېلابېلې مرمۍ نیولي او دغه راز د جنایې جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د ولایت په کچه د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۹۸۵ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.
حقاني زیاته کړه چې تېر کال د اطفائیې مدیریت د مرکز لښکرګاه په ګډون ګرشک، نادعلي، نهرسراج او ناوې ولسوالیو ۴۸ اورلګېدنو پېښو ته رسېدنه کړې او د ۲۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ولسي وګړو شتمنۍ ژغورلې دي چې د اته څلوېښت اورلګېدونو مخه یې نیولې ده او د ۱۷ میلونه ۳۴۸ زره افغانیو په ارزښت د بېلابېلو اورلګېدونو له امله ولسي وګړو ته زیان اوښتی دی.
نوموړي وویل چې تېرکال د امنیې قومندانۍ ترافیکو مدیریت له لوري د ۱۹۳۷ نوي لایسنسونه، ۱۰۱۶ بیا نوي لایسنسونه، او ۴۵۲۳ جوازسیرونه وېشلي, چې له درکه یې ۹۸ میلیونه ۸۱ زره او ۵۵ افغانۍ عواید ترلاسه شوي او دغه راز د مرکز په ګډون زیات شمېر ولسوالیو کې ۵۸ ترافیکي پېښې رامنځته شوي چې له کبله یې ۱۵۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وویل د پاسپورټ مدیریت له لوري د تېر کال ۲۴ زره او ۶۶۶ پاسپورټونو د وېش له درکه ۱۳ میلیونه۷۱۶ زره او ۱۳۷ میلیونه، ۱۶۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته