خبرونهامنیتټولنه

د هرات په بندخونه کې ۱۰۵ بندیانو د فضیلیت پګړۍ وتړلې

کابل، د وري ۷مه، باختر
د لومړي ځل لپاره د هرات د بندخونې ۱۰۵ بندیانو د قرآن کریم له زده کړې او حفظ وروسته د فضیلت پګړۍ وتړلې.
د دغه ولایت د بندخونې عمومي مدير مولوي محمد نبي خليل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د هرات له بندخونې څخه د لومړي ځل لپاره ۱۰۵ تنه د قرانکريم د حفظ، تجويد څخه او ۳۰ تنه د خطاطۍ له کورس څخه فارغ شول.
مولوي خليل زیاته کړه، چې اوسمهال ټولو زندانيانو ته د فن او مسلک، سواد زده کړې او د قرانکريم د حفظ په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
هغه وویل، چې موږ به بندخونه په ښوونځي بدل کړو.
په ورته وخت کې هغه بندیان چې قرانکریم یې حفظ کړی دی د هرات د بندخونې له چارواکو مننه وکړه او ویې ویل چې په بندخونه کې د دوی لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د دغه بندخونې د چارواکو په خبره اوسمهال په دې بندخونه کې شاوخوا ۱۹۰۰ نارینه او ۳۰۰ ښځې بندیانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته