کابل، د غوايي ۵مه، باختر
ځايي چارواکو د ننګرهار ولایت زندان کې په نشه يي توکو د روږدو بندیانو د درملنې پیل کېدو او د سمنګان ولایت زندان له ښځینه بندیانو سره د مرستې خبر ورکړی دی.
د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې د ننګرهار زندان هغه بندیان، چې په بېلابېلو جرمونو بندیان شوي او پرنشه یي توکو هم روږدي وو، پرون یې درملنه پیل شوه او موخه یې د دوی روغتیا او سلامتي ترڅنګ د بند تر ټاکلې مودې وروسته کورنۍ او ټولنې سره د سالم وګړي په توګه یو ځای کېدل دي.
په ورته وخت کې د یاد زندان روږدو بندیانو د دوی د بیا روغتیا په موخه له یادې برنامې خوښي و ښوده او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې به له داسې ناوړه کړنو څخه چې هم د انسان روغتیا او هم د ټولنې نظم زیانمنوي ځان لرې وساتي.
د یوبل خبر له مخې، د یونیسف موسسې له لوري د سمنګان ولایت له ښځینه محبس او د ماشومانو د اصلاح اوروزنې له مرکز سره د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه.
د یاد زندان د مسوولینو په وینا په دغو مرستو کې، چې د ښځینه بندیانو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره د اړتیا وړ توکي شامل وو په پوره شفافیت سره پر ښځینه بندیانو او محجوزینو ووېشل شول.