خبرونهامنیت

د نشه يي توکو يو پلورونکى په کابل کې ونيول شو

٤٥- کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو نن د کابل ښار د دويمې ناحيې د سرمخزن په ساحه کې د هدفمندو عملياتوپه بهير کې د نشه يي توکو يوستر پلورونکى ونيوه .
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختراژانس خبريال ته وويل له نيول شوي سړي څخه څه د پاسه دوه کيلوګرامه هيرويين ، يو نيم کيلوګرامه شيشه يوه تومانچه ،يوه برچه ، يوه ديجيتلي ټله ، او يو موبايل د پوليسولاس ته ورغلې دى .
پېښه تر څېړنې لاندې ده .
ختم_ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته