کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د ملي پراختیا دولتي شرکت له رئیس عبدالرحمن عطاش سره وکتل.
د یاد شرکت رئیس په دغه کتنه کې د خپلو فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء د اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړ.
نوموړي د قوش تیپې کانال سترې پروژې د لویې برخې د چارو د بشپړېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د ملي پراختیا شرکت پر نورو زیاتو ملي پراختیایي پروژو کار کوي، چې یو شمېر یې بشپړې شوي او پر پاتې نورو پروژو په چټکۍ سره کار دوام لري.
د ملي پراختیا شرکت رئیس، د جمهوریت روغتون د ودانیزو چارو د جریان په اړه د مالوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به د یاد روغتون ټول کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې د ملي پراختیا شرکت د فعالیتونو او کړنو قدرداني وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې د قوش تیپې کانال په څېر د سترو انکشافي پروژو تطبیق د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دی چې په بشپړولو سره يې له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابرېږي او بل پلوه د هېواد اقتصاد پیاوړی کېږي.
هېره دې نه وي، چې د ریاست الوزراء اداري مرسیتال په دغه کتنه کې د ملي پراختیا شرکت له مسوولینو څخه غوښتنه وکړه، چې د ټولو ملي پروژو د تطبیق پر مهال له بشپړ دقت څخه کار واخلي او د هېواد په ابادولو کې لازیاتې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.