کابل، د چنګاښ١٩مه، باختر
د پکتیکا د لوړو زده کړو موسسه علمي کادرونو ته د ډاکټر، ماسټر او لېسانس په کچه د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې، د اسلامي ثقافت ديپارتمنت په ٧بستونو، د بیولوژي په ديپارتمنت کې يو بست، دري ديپارتمنت يو بست او همدارنګه د شرعیاتو په پوهنځي کې، د فقه او قانون په ديپارتمنت کې ٦ بستونه او د اسلامي زده کړو په ديپارتمنت کې ۶ بستونو ته اړتيا لري.
متقاضيان د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه د روان کال د زمري مياشتې تر٩ نيټې خپل د شموليت غوښتنليکونه د نمرو د ترانسکريپت له اصل او د تابعيت تذکرې له کاپي سره د پکتیکا د لوړو زده کړو موسسي ته وسپاري.
\ ذ