سیاستخبرونهاقتصادTOP

د قرغيزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزير: هېواد يې په افغانستان کې پانګونې ته تيار دی

کابل، د سلواغې ۶مه، باختر
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د قرغيزستان د اقتصاد او سوداګرۍ د وزير امان ګلديف دانيار په مشرۍ پلاوي سره وکتل.
ګلديف دانيار په دغه کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت له راتلو او په افغانستان کې د امنيت او سولې تر ټينګښت وروسته د افغانستان او قرغيزستان ترمنځ په مختلفو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې د ګډ کار زمينه برابره شوې او دغه هېواد تيار دی، ترڅو له دغو فرصتونو څخه ګټه واخلي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د قرغيزستان د اقتصاد وزير زياته کړه، چې افغانستان او قرغيزستان په تاريخي، کلتوري، سياسي او اقتصادي برخو کې پراخې اړيکې لري او هغوی لېوالتيا لري، چې په راتلونکې کې دغه اړيکې لا نورې هم پراخې شي.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا اداري مرستيال وويل چې افغانستان او قرغيزستان پیاوړې او کلکې اړيکې لري او کلتوري او تاريخي اړيکو ته په پام کېدای شي دغه اړيکې لا نورې هم پياوړې او پراخې شي.
حنفي زياته کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې سراسري سوله او امنيت حاکم دی، د صنعت، سوداګرۍ، ترانزيټ، د کانونو استخراج، انرژۍ، کرنې او ټکنالوژۍ په څېر په مختلفو برخو کې پانګونې ته زمينه برابره شوې ده.
نوموړي د قرغيزستان له سوداګرو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې پانګونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته