خبرونهاقتصادټولنه

د غور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د کب ۶ مه، باختر

د غور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د روان کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د غور د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي محمد یوسف راهنما د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د روان کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د سلواغې میاشتې ترپایه پورې دوی توانېدلي چې د مخابراتي خدمتونو، د ادارو پاسپورټونو د وېش او دغه شان د یاد ریاست زده کړې مرکز له لارې ۵ میلیونه ۲۵۶ زره ۴۰۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته