کابل / د لړم ٢٨مه / باختر
د غور د خلکو دولتي برېښنا له څو مياشتو راپدېخوا بنده شوې ده.
د دغو خلکو برېښنا د دوو جنراتورونو په واسطه برابرېده، خو د مخکېني حکومت په نسکورېدو سره د دغو جنراتورونو تېل خلاص شوي دي او اوس د بودجې د نشتوالي په دليل برېښنا نه لري.
دغو جنراتورونو د فېروزکوه ښار او د هغه شاوخوا سيمو لسګونو زرو کورنيو او تجارتي او عامه مرکزونو ته برېښنا برابروله.
د فېروزکوه ښار اوسېدونکي معلم وحيد باختر اژانس ته وويل چې د بريښنا په نشتوالي کې یې ژوند له ستونزو سره مخ شوی دى.
هغه وويل چې د برېښنا نشتوالى کار او بار هم له ستونزو سره مخ کړى دى.
په همدې حال کې د غور يو سيمه ييز مقام د دغو جنراتورونو د تېلو د برابرولو لپاره د هڅو خبر ورکړ.
هغه وويل چې ډېر ژر به د غور د خلکو د بريښنا بهیر بېرته عادي شي.
له بله پلوه د برېښنا رياست مسوولين وايي په اوږدمهال کې هلې ځلې کوي چې د غور برېښنا له کورنيو منابعو يا وارداتي برېښنا څڅه برابره کړي.
ج-ا