خبرونهنړۍ

د عراق اسلامي غورځنګ د صهیونستي پوځ دوه مرکزونه په نښه کړي

نړۍ، د وري ۸ مه، بهرنۍ رسنۍ

د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ نن چهارشنبې د دوه جلا بیانونو په خپرولو سره خبر ورکړی، چې پرون سه شنبې ماښام یې د فلسطینیانو پر ملاتړ د فلسطین په سویلي اشغالي سیمه کې د عوودا په نوم د صهیونستي پوځونو هوایي اډه د بې پیلوټه الوتکې پر مټ په نښه کړې ده.

غورځنګ زیاته کړې، چې دویم برید یې نن سهار په اشغالي سیمه کې د سبیر په نوم د اسریلي پوځ پر اډې ترسره کړی دی.

وروسته تر هغې چې غزه کې د فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول حماس غورځنګ او صهیونست پوځونو ترمنځ روانه جګړه پیل شوه، نو سیمه کې ډېرو نورو اسلام پاله او جهادي ډلو لکه د لبنان حزب الله، د یمن حوثي، د عراق اسلامي مقاومت غورځنګ او نورو د غزې پر ملاتړ د اسرایلو پر وړاندې ودرېدل او په یو نه یو ډول ورسره مقاومت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته