خبرونهنړۍ

د شاتګ دوام؛ امریکا په نیجر کې خپله تکتیکې ماتې ومنله

نړۍ، د غوايي لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ

واشنګټن پوست او ځینو نورو رسنیو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځینو چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د مرستیال کورت کمپیل او د نیجر د لومړي وزیر علي لمین زین ترمنځ کتنه کې هوکړه شوې، چې امریکایي پوځيان به نیجر پرېږدي او دغلته به خپل پوځي حضور پای ته رسوي.

سرچینو زیاته کړې، چې نیجر د امریکایي پوځيانو د وتلو غوښتنه کړې او واشنګټن هم منلې ده خو باید وویل شي، چې دغه پرېکړه وروسته ترهغې شوې، چې د نیجر خلکو د اشغال پر وړاندې غږ پورته کړ او لارو او کوڅو ته راووتل.

دغه ګام وروسته ترهغې اخیستل کیږي، چې تېره میاشت د نیجر نوي پوځي حکومت له امریکا سره پوځي قرار داد پای ته ورساو، هغه تړون چې له مخې یې په دغه هېواد کې ۱۱۰۰ امریکایي پوځيان په دغه هېواد کې مېشت دي.

وروسته تر هغې چې تېر کال نیجر کې بریالۍ پوځي کودتا ترسره شوه، فرانسوي سرتېري هم له دغه هېواد څخه وشړل شول.

هغه وخت کودتاچیانو ویلي وه، چې تر دې وروسته به هېڅ چاته د خپل هېواد په چارو کې د لاسوهنې او دغه راز د پوځي حضور اجازه ورنکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته