کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د یونفس دفتر په مالي مرسته ۷.۷ کیلومتره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه و زارت ویلي یاد سړک ۶ متره سور لري چې په بشپړیدو سره يې د سیمې د ۱۲۳۲ تنه اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې او د کار پرمهال یې ۱۷۶ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
د یاد وزارت زیاته کړې چې پر دغه سړک ۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.