خبرونهاقتصادټولنه

د سرپل د پاسپورټ آمریت څه باندې ۱۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د وري ۸مه، باختر
د سرپل د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د پاسپورټ آمریت له ۱۳۳ میلیونه افغانیو څخه زیات عواید راټول کړي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند مولوي حبیب الله مسرور باختر آژانس ته وویل چې تېر کال په دغه ولایت کې څه باندې ۲۳ زره او ۶۰۰ پاسپورټونه وېشل شوي چې له درکه یې ۱۳۳ میلیونه، ۵۷۳ زره او ۷۵۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
مسرور زیاته کړه چې هڅه کوي راتلوونکي کې د ظرفیتونو په لوړولو سره د عوایدو په کچه کې زیاتوالی راولي.
د یادونې وړ ده چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر سرپل کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ په نورمال ډول روانه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته