خبرونهټولنهTOP

د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پرمخ بیا وتړل شوه

کابل، د سلواغې ۱۴ مه، باختر
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، چې د سالنګ لویه لاره نن سهار د سختو واورو او توپان له امله د ترافیکو پرمخ بیا تړل شوې ده.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپانې په خپرلو سره ویلي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په خاطر نن سهار د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.
په خبرپاڼه کې دغه راز له درنو هېوادوالو غوښتل شوي، چې د لارې تر بېرته خلاصېدو پورې انتظار وکړي.
د یادونې وړده، چې د کابل- دایکندي لویه لاره هم د واورو د اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته