خبرونهTOPټولنه

د سالنګ لویه لاره بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

ټولګټو چارو وزارت وايي چې نن سهار د سالنګ لویه لاره بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي چې د سالنګ لویه لاره چې پرون ماښام د درنې واورې د اورښت او طوفان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه نن سهار ۶ بجې د سالنګ د ساتنې او څارنې ریاست د منسوبینو لخوا د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.

نوموړې زیاته کړې چې د ټولګټو وزارت له ګرانو هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه د خونديتوب په خاطر غوښتنه کوي، چې له دې لويې لارې څخه د تېرېدو پر مهال په ژمنيو وسايلو سمبال له پوره احتياط څخه کار واخلي او د سالنګ لويې لارې مسوولينو لارښوونو ته دې جدي پام وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته