کابل، د زمري ۳ مه، باختر
د روزګان بڼوال وايي چې پستې د کوکنارو د کښت لپاره یوه ښه بدیل دی
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، په روزګان کې بزګرانو د پستې د بڼونو د رواجولو په هڅه کې دي، دوی وايي چې پستې کولای شي د کوکنارو د کرکیلې لپاره ښه بدیل وي.
یو بڼوال باخترآژانس ته وویل چې د پستې یو بڼ له دریوکلونو وروسته حاصل ورکوي او د پستې حاصلات د کوکنارو له حاصلاتو څخه زیات دي او پستې د کوکنارو د کرکیلې لپاره یو ښه بدیل دی.
د روزګان د کرنې ریاست لوي مدیرقدرت الله حمیدي وویل چې د پستې بڼونه ۴ کاله مخکې د دغه ولایت په ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې جوړشوي دي.
ع