ټولنه

د لوګر په ۱۵۰ ښوونځیو کې دیني سیالۍ پیل شوې

پل علم/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۶ مه
د لوګر د مرکز او ولسوالیو په ۱۵۰ دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د (حی علی الفلاح) تر نامه لاندې دیني سیالۍ پيل شوې.
دغه دیني سیالۍ د پوهنې ریاست په نوښت د «لوګر نوین» د خصوصي لېسې په مالي مرسته پیل شوې چې د روژې د مبارکې میاشتې تر ۲۷ مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې د ۵۰۰ نجونو په ګډون ۲۵۰۰ زده کوونکو برخه اخیستې ده چې موخه یې د روژې د مبارکې میاشتې درناوی او د خوږ نبي اکرم ﷺ  د سیرت پېژندل دي.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې، د یادو دیني سیالیو په پیل غونډه کې چې د لوګر په نوین خصوصي ښوونځي کې جوړه شوې وه، د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د دغې لېسې مدیر محمد نسیم عباسي او یو شمېر خبریالانو  برخه اخیستې وه.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د دغو دیني سیالیو پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او د دا ډول سیالیو جوړول یې د زده کوونکو د فکري ودې او استعدادونو د غوړولو په برخه کې مهم کار وباله.
د پوهنې رئیس وویل چې په را روانه اوونۍ کې به د مرکز او ولسوالیو د پاتې ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ هم ورته نورې سیالۍ جوړې شي.
د یادونې وړ ده چې په تېروکلونو کې هم د لوګر د دولتي او خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ ورته سیالۍ ترسره شوې دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته