کابل باختر د زمري اتلسمه :
دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو دلوګر ولايت دبرکي برک په ولسوالۍ کې دتروريستانو دوسلو اومهماتو يوه ډيپو کشف او ترلاسه کړه .
دباختراژانس دخبر له مخې، دملي امنيت لوى رياست په دې اړوند ديوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې ډيپو کې دوه ځانمرګي واسکټونه دولس ډول ډول ماينونه ، درې بي ام – ١٢ توغندي ، دمنځني هاوان دوه ماينونه يوه اندازه چاوديدونکي توکي اويوه ټي ټي تومانچه ترلاسه کړې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ