خبرونهټولنهTOPښوونه او روزنه

د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد له زيارت سره د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل، د غوايي ۲۳مه، باختر
په زابل ولایت کې د افغانستان اسلامي امارت د مؤسس امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد له زيارت سره د ۳۷۷ زره ډالرو په لګښت د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د زابل والي مولوي حزب الله افغان وويل، چې دغه مدرسه د اتحاد الجمعیات خیریه بنسټ د ۳۷۷ زره ډالرو په لګښت په درېیو پوړونو کې جوړېږي، چې ۴۴ خونې به ولري.
د نوموړي په خبره د یادې مدرسې رغنیزې چارې به په ۶ میاشتې کې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته