خبرونهامنیت

د جګړه يیزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۵۹ سرتېري فارغ شول

کابل، د غوايي ۵مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د دغه وزارت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه یيزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه د لسګونه سرتېرو د فارغېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ييزو قول اردوګانو ۵۹ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رض د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ کې له دوه میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ شول.

Ps202404248 1

په خبرپاڼه کې زياته شوې، مسوولینو فارغانو ته د اطاعت په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او ویلي یې دي: « د مشرانو او اوامرو اطاعت وکړئ، ځکه الله ج پرې مکلف کړي یو؛ د شخصي ګټو او غوښتنو پر وړاندې باید شریعت او د اسلامي نظام اصولو ته لومړیتوب ورکړئ دا نظام د الله ج یو امانت دی چې مونږ او تاسو ته راسپارل شوی دی».

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه پوره چمتووالی وښود، 

هېره دې نه وي، چې مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته