۱۰۰ ورځې

د جمهور رئیس احمدزي په مشرۍ په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه مشورتي غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د تلې د مياشتې ١٦مه:
د افغانستان د جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي په مشرۍ په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه د هېواد د پوهنتونونو له استادانو، د سوداګرۍ د خونې له غړو، حقوق پوهانو، د مدافعو وکیلانو، د صنعت کارانو، د بشر د حقوقو او د ښځو د سراسري سازمان د ټولنو له غړو سره مشورتي غونډه جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې چې تېرماښام په ارګ کې جوړه شوه، برخه والو په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدلو، د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ پلاوي د ټاکل کېدو د معیارونو، د فساد د مخنیوي، د مکافاتو او مجازاتو د اصل د تطبیق په باب خپل نظرونه او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل او له هغه څخه یې وغوښتل چې په لویه څارنوالۍ کې جدي تغییرات راولي.
د هېواد جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د غونډې د برخه والو د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د څارنوالۍ اصلاح یوه حیاتي موضوع ده ځکه چې د عدالت ټینګښت هم په همدغه بنسټ پورې اړه لري. موږ باید داسې څارنوالي ولرو چې د افغانستان خلک پر هغې باور ولري.
جمهور رئیس احمدزي ټینګار وکړ چې څارنوالي باید د ټولنې له هر وګړي سره بې توپیره چلند وکړي، د قانون په وړاندې  قوی او کمزوری وجود نه لري، د ټولنې هر وګړي د قانون پر وړاندې یو خيل حقوق او مکلفیتونه لري .
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي څرګنده کړه چې د قانون له حاکمیت پرته خصوصي سکټور نه شي فعالیدلی.
ده وویل چې د قانون په تطبیقولو سره به په هېواد کې بنیادي تغییرات رامنځته کړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل چې افغانستان یو اساسي فرهنګي بدلون ته اړتیا لري، داسې فرهنګي بدلون ته چې د فساد د فرهنګ مخه ونیول شي او له فساد سره د مبارزې فرهنګ پیاوړی شي.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي له رسنیو وغوښتل چې د فساد د فرهنګ د نه زغملو په اړه دې یو پراخ او اساسي بحث په لاره واچوي ترڅو په خلکوکې له فساد سره د مبارزې روحیه پیاوړې شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته