کابل باختر دچنګاښ څليرويشتمه :
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې نهه شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دغه ډار اچوونکي دهېواد داتو ولايتونو په مربوطاتو کې دملي امنيت او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دغو عمليات کې چې دننګرهار ، غزني ، لوګر ، روزګان ، نيمروز ، کندز ، غور او دهلمند دولايتونو په ناامنو ساحو کې ترسره شول د ډار اچوونکو ددريو تنو قوماندانانو په ګډون نهه شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اته ويشت تنه ټپيان او دوه تنه نور ونيول شول .
په دغو عملياتو کې دهېواد دهوايي او توپچي قوتونو رول اغيزمن بلل شوى دى .
3 د یوې دقیقې څخه لږ