کابل/ د کب ٩ مه / باختر
د اسلامي امارت له بريا وروسته د بغلان د سرې مياشتې ریاست څه د پاسه ۲۱ زرو اړو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
د بغلان د سرې مياشتې رييس ډاکټر جانان موسى زي باخترآژانس ته وويل، دغه ادارې په تېرو شپږو مياشتو کې د دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسواليو پر ١٢٠٠ مستحقو کورنيو خوراکي توکي وېشلي او ٢١٦٩٩ ناروغانو ته يې وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
هغه زياته کړه: دغه اداره په نهرين او پلخمري ولسواليو کې دوه ثابت کلينيکونه او يو ګرځنده کلينيک لري چې د بغلان په لرې پرتو سيمو کې وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.
هغه وويل چې دغې ادارې ٣٢ د زړسوري لرونکي ماشومان د درملنې لپاره کابل ته معرفي کړي دي.
په خبره یې په تېرو شپږو میاشتو کې د بغلان سرې میاشتې «۶۴۶۶» ماشومانو او ښځو ته بېلابېل واکسینونه تطبیق کړي دي.
ډاکټرموسی وویل چې د سرې مياشتې رياست لکه څنګه چې له نوم څخه یې څرګندېږي، يو ملي خيريه بنسټ دى چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له اووګونو اصولو سره سم، د طبیعي او انساني پېښو د مرستې لپاره د دولت ترڅنګ کار کوي او د جګړې د قربانیانو او ناروغانو درملنه کوي.
\ ذ