خبرونهاقتصادټولنه

د بخش اباد بند د رغونې چارو کې د پام وړ پرمختګ راغلی

کابل، د غوايي ۵مه، باختر

فراه ولایت کې د بخش اباد بند چې د هېواد په کچه د اوبو د کنترول په برخه کې یوه مهمه پروژه ده، د رغونې چارې یې د پام وړ مخته تللې دي.

د دغه ولایت د  فراهرود ولسوالۍ ولسوال ملا محمد صادق جهادمل باختر اژانس ته ویلي؛ چې د بخش اباد بند رغنيزې چارې ښې روانې دي او د پام وړ بدلونونه او پرمختګونه په کې رامنځته شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغې پروژه کې کارېدونکي مواد په معتبرو ملي او نړیوالو لابراتوارونو کې معاینه شوي، چې پایله به یې مثبته وي.

د جهادمل په خبره له ځینو بهرنیو هېوادونو څخه یې د شارټکريټ او جامبو ماشينونو ترڅنګ د راکبولټنګ ټيمونه هم کاري سيمې ته رارسيدلي چې د پروژې په پرمخ وړلو کې مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته