سیاستخبرونه

د اننتخاباتو کمېسيون په غزني کې پارلماني انتخابات په راتلونکې کال کې ترسره کېږي

٣٩- کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
په داسې حال کې چې فيفا د غزني ولايت د ولايتي شورا او د ولسي جرګې د انتخاباتو د نه کېدو په خاطر اندېښنه څرګنده کړې ده د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رييسې ويلي دي چې په غزني کې پارلماني انتخابات به په راتلونکې کال کې ترسره شي.
په افغانستان کې پارلماني انتخابات د ١٣٩٧ کال د تلې په مياشت کې ترسره شول خو په غزني کې د موجودو مخالفتونو په دليل ترسره نه شو.
ټاکل شوې وه چې د غزني پارلماني انتخابات تېرکال ترسره شوې واي خو روان کال ته وځنډول شول او سږ کال هم ترسره نه شول.
فيفا يا د افغانستان د شفافو اوعادلانه انتخاباتو بنسټ د انتخاباتو له کمېسيون څخه غوښتي دي چې په دې برخه کې څرګند دريځ ولري.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رييسې هوا علم نورستانى د فيفا د اندېښنو په غبرګون کې ويلي دي دغه کمېسيون په غزني کې د انتخاباتو د ترسره کولوطرحه جمهوري رياست ته لېږلې ده .
هغه وايي دغه کمېسيون چمتو دى چې د ولسي جرګې لپاره د غزني انتخابات او د ولايتي شورا انتخابات په ١٤٠٠ کال کې ترسره کړي خو په دې شرط چې د دغوانتخاباتو امنيت تامين او د تمويل منابع شتون ولري.
له بله پلوه د افغانستان د شفافواوعادلانه انتخاباتو بنسټ ( فيفا) وايي دغه بنسټ د انتخاباتو د قانون د تعديل د طرحې د څرنګوالي په اړه خپلې نظريې اوپيشنهادونه د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون سره شريک کړي دي.او له دغه کمېسيون څخه يې غوښتي دي چې د انتخاباتو د قانون د تعديل مسودې طرحه ډېر ژر بشپړ او له عدليې وزارت سره يې شريکه کړي .
اوس دغه طرحه د جمهوري رياست د تقنيني فرمان له مخې ملي شورا ته لېږل شوې ده ، فيفا د ولسي جرګې په اجندا کې د انتخاباتو د قانون په اړه د جمهور رييس د تقنيني فرمان شاملول د اندېښنې وړ بللى دى او د ولسي جرګې له اداري هيئت څخه يې غوښتي دي چې دغه فرمان د ولسي جرګې له اجندا څخه وباسي او د عدليې د وزارت له خوا د انتخاباتو قانون د تعديل طرحې ته منتظر واوسي.
د عدليې وزارت وياند امان رياضت وايي دغه وزارت د بهرنيو سلاکارانو په همکارى د انتخاباتو د قانون د تعديل پر طرحې کار پيل کړى دى او د دغه قانون ابتداييه طرحه يو څه بشپړه شوې ده .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته