کابل /د لرم ١٦مه /باختر
ټاکل شوې ده د افغانستان لپاره د المان ځانګړى استازې مارکوس پوتزل د اسلامي امارت له مقاماتوسره د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.
دا کابل ته د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته د جګپوړى الماني ديپلومات لومړنى سفردى.
د برلين د ولت ام زونتاګ ورځپاڼې ليکلي دي چې د پوتزل سفر به په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.
هغه به په دې سفرکې د اسلامي امارت له مقاماتو سره په افغانستان کې د المان د سفارت او قونسلګريو د پرانستلو او هېوادته د الماني ديپلوماتانو د راستنولو د بهير په اړه خبرې وکړي.
هغو افغان اتباعوته د سفر لپاره د ويزې صادرول چې په افغانستان کې د الماني او ناټوځواکونود شتون په کلونوکې د المان د پوځيانواوسازمانونو په خدمت کې و، د دغه سفر يو بل هدف دى .
بايد وويل شي چې د بهرنيوچارو وزارت سرپرست اميرخان متقي دوحې ته په خپل وروستى سفر کې د يوشمېر اروپايي هېوادونوله سفيرانوسره وکتل. اوله هغوىڅخه يې غوښتې و چې له افغانستان سره خپلې اړيکې بياپيل کړي.
بايدوويل شي چې المان له افغانستان سره د مرسته کوونکو له لومړنيو هېوادونو څخه دى .
ج- ا