خبرونهورزش

د افغانستان د فوټبل ملي ټیم د هانک کانګ پر وړاندې ماته وخوړه

 کابل، د غبرګولي ۱۹ مه، باختر

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د آسیا د ملتو جام په مقدماتي سیالیو کې د هانک کانګ ټیم پر وړاندې ماته وخوړه.

د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه سیالۍ د چهارشنبې په شپه د هند په کلکتې ښار کې ترسره شوې وه، چې یاده سیالۍ د دوو ګولونو په وهلو سره د هانکانګ ټیم په ګټه پای ته ورسېده.

په دې سیالۍ کې د هانک کانګ ټیم په چټکتیا سره ګول ته ورسېد او د لوبې په دریو دقیقو کې د افغانستان د ټیم پر وړاندې دوه ګولونه ووهل د افغانستان ملي ټيم په زیاتو هڅو سره وکولای شول یواځې یو ګول جبران کړي او په پای کې لوبه د هانک کانګ لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د دغوسیالیو په D  ګروپ کې د هند، هانک کانګ او د کمبودیا د فوټبال د ملي ټیمونو پر وړاندې لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم سرمربي انوش دستګیر مخکې له دې هیله څرګنده کړې وه چې په دغو سیالیو کې به د ښې پایلې په ترلاسه کولو سره د افغانستان ملي ټيم د آسیا د ملتو جام ته لوړ کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته