سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک د عالي شورا په ناسته کې، پر ځینو مالي او بانکي موضوعاتو خبرې وشوې

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر

د افغانستان بانک د سرپرست هدایت الله بدري په مشرۍ، د افغانستان بانک د عالي شورا ناسته ترسره شوه.

باختر آژانس ته د افغانستان بانک د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان بانک سرپرست، د پولي سیاستونو، د بانکي سکتور د وضعیت، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او رامنځته شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي.

په ناسته کې همدارنګه، د پولي سیاست د کاري کړنلارې، د ۱۴۰۲ مالي کال د دویمې نیمایي لپاره د پولي سیاست د اجمالي پلان، د بېړنیو نقدي مرستو کړنلارې، د اسلامي بانکوالۍ د کړنلارې، د الکترونیکي پیسو د مؤسساتو د تنظیم او څارنې د مقررې، له ساحې څخه بهر د تعقیب او څارنې کړنلارې، د پیسو وینځلو او تروریزم د تمویل پر وړاندې د مخنیونکو اقداماتو او مسئولیتونو د مقررې، د اسعارو د لیلام مقررې، د افغانستان بانک د داخلي ورکړو (اداینو) د عملیاتو مقررې، د مالي اجارې تنظیم او څارنې مقررې پر تعدیلونو خبرې شوې او د اړوندو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د عالي شورا په ربعوار ډول په کال کې څلور ناستې ترسره کوي او د بانک د سیاستونو، کړنو، اجراآتو او لاسته راوړنو په اړه پکې خبرې کېږي او د افغانستان بانک د کړنو او د هېواد د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره په کې اړینې پرېکړې کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته