خبرونهاقتصادTOPټولنه

د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وشو

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د چین له سفیر  جاوشینګ سره په کتنه کې، د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې عزیزي، چین ته د سفر او ښې مېلمه پالنې له امله مننه کړې او ټینګار یې کړی چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پياوړې شي.

په کابل کې د چین سفیر هم، ژمنه کړې چې چینایي شرکتونه به دې ته وهڅوي، ترڅو د وچو مېوو د پروسس په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

همدا رنګه، دواړو لوریو د سوداګریزو مواصلاتي لارو او ترانزیټ په برخه کې د خبرو ترڅنګ، د همکارۍ ژمنې هم کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته