کابل، د غوايي ۵مه، باختر
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
باختر آژانس ته د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته اوسپنې پټلۍ نوې شبکې غځولو او ترانزیټي مسایلو په اړه خبرې شوې دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان او قزاقستان اړیکو ته په اشارې سره ویلي چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، د دې فرصت رامنځته شو، چې د دواړو لورو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا ټینګې او پياوړې شي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل، افغان – ټرانس پروژه کې د پانګونې لپاره د یاد هېواد لېوالتیا او همدارنګه له هغو تحریم شویو ګروپونو څخه د اسلامي امارت ایستل چې دغه هېواد په خپله خاوره کې پرې بندیز لګولی و؛ مهم او اساسي ګامونه یاد کړي دي.
ملا عبدالغني برادر آخوند همدا رنګه ویلي دي: افغانستان تازه له اشغال او جګړو راوتلی، د پرمختګ پر لور یې لومړني ګامونه پورته او د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره یې پراخ بنسټونه رامنځته کړي؛ خو سره له دې هم د کرنې، روغتیا، زېربنا او یو شمېر نورو برخو کې ځینې ستونزې شته، چې په دغو برخو کې د قزاقستان د همکاریو او ګډ کار غوښتنه کوي.
اقتصادي مرستیال دغه راز د دواړو هېوادونو د سوداګرو بانکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د هوکړه لیک پر لاسلیک، د افغان– قزاق ګډو شرکتونو پر جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د وېزو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال هم په خپلو خبرو کې، واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره په افغانستان کې د شویو پرمختګونو ستاینه کړې او ویلي دي چې، دوی د باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره له اسلامي امارت سره یوځای کار کوي.
هغه په افغان – ټرانس پروژه کې د شویو پرمختګونو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده: که چېرې د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ نوې شبکه وغځول شي؛ دا به د نورو پروژو په پرتله لنډه او د ښکېلو هېوادونو لپاره اقتصادي تمامه شي او وبه کولای شي، چې د مرکزي آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې سویلي آسیا او افغانستان به د ترکمنستان او قزاقستان له لارې له چین او اروپا سره ونښلوي.
سریک ژومانګارین څرګنده کړې چې د قزاقستان حکومت په پام کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د تجارت او کار ګډ ګروپ رامنځته کړي.
د هغه په وینا، قزاقستان چمتو دی چې د افغانستان په کانونو کې د قزاقي پانګه والو پر پانګونې سربېره، له افغانستان سره د برېښنايي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده کړو، پوهنې، روغتیا او بانکي سکټورونو کې هم همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ د یاد هېواد د دولتي او خصوصي سکتور جګپوړی پلاوی د دوه اړخیزو اړیکو د لا ټينګښت او پراختیا، د افغان – قزاق نندارتون د پرانیستلو او د «تجاري تواصل» کنفرانس د ترسره کولو په موخه نن کابل ته راغلی او د روغتیا په سکتور کې یې له افغانستان سره دوه ټنه بشري مرسته کړې ده.