خبرونهفرهنګTOPټولنه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت معين: د تېرو ۲۰ کلونو مهمی پېښې په مستند ډول را ټولوو

کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت په یاد ولایت کې د امریکايي اشغالګرو او مزدورې ادارې د وحشتونو په اړه د مستندو بېلګو او د هغو ارزونې تر نامه لاندې علمي سيمينار وړاندې شو، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتيق الله عزیزي سربیره پکې د ننګرهار ولایت مخورو قومي مشرانو، لیکوالانو، ادیبانو، ولایتي مسئولینو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی و.
د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري نور محمد حنیف د دغه سيمينار په پرانيستونکې وينا کې وویل چې افغانانود امریکا او ناټو په مقابل کې د اسلامي امارت تر قيادت لاندې په خورا مېړانه مبارزه وکړه.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتيق الله عزیزي په ياد سيمينار کې وويل چې دغه ډول علمي سمینارونه زیات اهمیت لري ځکه زمونږ د ولسونو سرښندنې او رشادتونه پکې راژوندي کېږي او د تاریخ زرینو صفحو ته لوېږي.
عزيزي زياته کړه، چې دا ډول سيمينارونه راتلونکي نسل ته روښانه کوي، چې د هغوی اسلافو په څومره مېړانه او همت د اشغالګرو پر وړاندې په تش لاس تاریخي مبارزه کړې ده.
نوموړي همدارنګه وويل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي د امريکايي وحشتونو او جنایات د هېواد په ټولو ولایتونو کې د دغسې سمینارونو په ترڅ کې راټول او مستند کړي.
هغه زياته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو لوی ریاست جوړ کړی او د یوې منظمې کړنلارې له مخې به د تېرو ۲۰ کلونو مهمې پېښې په مستند ډول را ټولې کړي.
د يادونې وړ ده، چې د سیمینار په پای کې د موضوع اړوند په زړه پورې تیاتري پارچه هم وړاندې شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته