خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د “قرآن عظیم الشان د نزول جشن” تر نامه لاندې مراسم ترسره کړل

کابل، د وري ۱۶مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خلکو فرهنګ رياست، د خپلو سمینارونو او برنامو په دوام، نن د روژې مبارکې میاشتې د ۲۷مې په درناوي د “قرآن عظیم الشان د نزول جشن” تر نامه لاندې مراسم ترسره کړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د کابل په بابر بڼ کې جوړه شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل چې، که رمضان المبارک دی او که عظيم الشان قرآن؛ دا د اسلامي امت د وحدت، د مسلمانانو د انسجام او د هغوی ترمنځ د اخوت او ورورولۍ او همدارنګه د الهي عبادتونو پيغام له ځان سره لري او مسلمانان بايد سره متحد واوسي او له اختلافاتو څخه ډډه وکړي.
هغه زياته کړه چې قرآن عظيم الشان نه يوازې د نړۍ د مسلمانانو لپاره، بلکې د ټول بشریت لپاره واضح پيغام لري چې هغه د وحدت او يووالي پيغام دی.
د چارو ادارې عمومي رئيس شيخ الحديث نورالحق انور هم په خپلو خبرو کې، قرآن‌کريم د انسان لپاره يو معتبر قانون او دستور وباله او ويې ويل چې قرآن عظيم الشان د بشريت لپاره د الله (ج) هغه جامع قانون دی چې د انسان د ژوندانه په ټولو برخو کې بېلابېلې برنامې او حلارې لري.

Img 20240404 Wa0012

هغه زياته کړه چې قرآن‌کريم د الله تعالی (ج) هدایت دی چې مسلمه امت مستقيمې لارې ته لارښوونه کوي او د قرآن عظیم الشان تر نازلېدو مخکې چې ظلم، بربريت او بې حيايي اوج ته رسېدلې وه؛ دا ټول د دغه سپېڅلي کتاب په نازلېدو سره ختم شول او د اخوت او ورورولۍ فضا رامنځته شوه.
همدا رنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معين شیخ عزيزالرحمن منصور، د قرآن عظيم الشان پر مقام او فضيلت خبرې وکړې او قرآن يې هغه رڼا وبلله چې په نړۍ کې تر هغه ښه رڼا نشته.
هغه زياته کړه چې د قرآن عظيم الشان درناوی د ټولو ديني وجيبه ده او که څوک له الله (ج) عزت غواړي؛ نو باید له قرآن‌کريم سره خپل تعلقات ټينګ وساتي او د دغه سپېڅلي آسماني کتاب د حفظ ترڅنګ، ترجمه او تفسیر يې هم زده کړي.
د مراسمو په دوام، د يو شمېر حافظانو او قاريانو له خوا د قرآن عظيم الشان د «حسن قرائت» برنامه ترسره شوه.
د مراسمو په پای کې، د مسئولينو له لوري، د خطاطۍ او انځورګرۍ نندارتون پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د هېواد د يو شمېر هنرمندانو بېلابېل هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته