سیاستخبرونهTOP

د اسيا پسفيک مشر په هېواد کې د نړیوالې سرې میاشتې د فعاليتونو په اړه د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ته راپور وړاندې کړ

کابل، د غوايي ۲مه، باختر
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د سره صليب د نړيوال فدراسيون د اسيا پسفيک د برخې له مشر اليکساندر متيو او مل پلاوي سره وکتل.
متقي په دغه کتنه کې په افغانستان کې د نړیوالې سرې میاشتې خدمتونه، همکارۍ او فعاليتونه وستایل او د سره صليب د نړيوال فدراسيون پلاوي ته یې د هېواد اړمنې سیمې او برخې په ګوته کړې، چې د همکارۍ ژوره اړتیا په کې لیدل کېږي.
په ورته وخت کې الکساندر ميتيو په خپلو خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته په افغانستان کې د نړیوالې سرې میاشتې د فعالیتونو او همکاریو راپور وړاندې کړ او ترڅنګ یې د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د بهرنيو چارو د وزارت د همکاریو ستاینه او مننه وکړه.
هغه زياته کړه، چې په تېر يوه کال کې یې د افغانانو سره د مرستو په برخه کې ۲۸ ميليونه سويسي فرانک د ۵ مليونو اړمنو وګړو د روغتيا، د اوبو رسولو او طبيعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې په مصرف رسولې دي.
هېره دې نه وي، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د اسيا پسفيک مشر ته یادونه وکړه، چې د افغانستان واقعي انځور او په خپلو سترګو لیدلی وضعیت تر نړیوالو ورسوي او همدارنګه د افغان ولس د هر اړخیز لاسنیوي چارې لا ګړندۍ او د روغتیا په برخه کې د لا ښو خدمتونو د ترسره کولو لپاره د داخلي روغتونو تجهيز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته