کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد پرون ناوخته افغانستان ته د اسلامي نړۍ د علماوو له راغلي لوړ پوړي پلاوي سره وکتل.
نوموړي په دغه کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د افغانستان له خلکو سره د اسلامي هېوادونو له هر اړخیزو همکاریو او هر اړخیز ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي.
هغه زیاته کړه، چې دغسې ليده کاته به د حکومتونو او خلکو تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست همدارنګه د فلسطین د شهیدانو روح ته دعا وکړه او پر غزې يې د اشغالګرو اسرايلو صهیونیستي رژیم بمباري وحشیانه وبلله او په کلکو ټکو یې وغندله.
په ورته وخت کې ډاکټر علي محمد قره داغي د دغه پلاوي په استازیتوب خبرې وکړې او د یرغلګرو پر وړاندې یې د افغانستان د مجاهد او مېړني ولس د اتلوليو او سرښندنو ستاینه وکړه.
نوموړی زیاته کړه، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت بریا الهام بښونکې هيله وه.
دغه پلاوي د اسلامي امارت د ښې حکومتولۍ له پروګرامونو څخه ملاتړ وکړ او د افغانستان خلکو ته یې د اسلامي هېوادونو د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت د کابینې له یو شمېر غړو سره کتلي وو.