سیاست

د افغانستان خلک به په ډير لنډ ممکن وخت کې د ملي عوايدو د زياتوالي او په ګمرکاتوکې د اصلاحاتو برخه کې د بنسټيزو اقداماتو شاهدان و اوسي

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٦
د ابن سينا پوهنتون يو شمېر استادانو او محصلانو ، د سولې او عدالت د جبهې مسوولينو او غړو او د پروان ولايت د شيخ علي ولسوالۍ خلکو او ترکمنانو يو شمېر استازو د مشرانو جرګې د غړي آيت الله پرواني په ملګرتيا په جلاجلا ډول د جمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه سروردانش سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د جمهوري رياست مرستيال د ملي عوايدوکمښت او په ګمرکاتوکې د فساد شتون ته په اشارې سره ډاډ ورکړ چې د افغانستان خلک به په ډير لنډ ممکن وخت کې د ملي عوايدو د زياتوالي او په ګمرکاتوکې د اصلاحاتو د عملي کولو په برخه کې د بنسټيزو اقداماتو شاهدان و اوسي.
ده دغه راز وويل چې له فساد سره د مبارزې او د ادارې د اصلاح په کارکې د ملي وحدت د حکومت جګپوړي مقامات ګډ نظر لري او په دې برخه کې به د خلکو او دغه راز د افغانستان د نړيوالو همکارانو غوښتنو ته ځواب وويل شي.
د جمهور رييس مرستيال په عدلي او قضايي ، پوليسو او د ګمرکاتو په بنسټونو او د مالياتو په راټولو پورې په اړوندو اداروکې په اصلاحاتو او دغه راز د دولت د کارکوونکو په ټاکنې او استخدام باندې ټينګار وکړ.
ده له فساد سره د مبارزې په کارکې دخلکو او دمدني بسټونو رول ارزښتناک وباله او زياته يې کړه چې د نوي حکومت د مشرتابه هيئت له فساد سره د مبارزې لپاره غوڅ او کلک هوډ لري.
د کتنې برخه والو هم له فساد سره د مبارزې په لاره کې د نوي حکومت د اقداماتو له امله ، د خوښۍ په څرګندولو سره د ملي وحدت له حکومت سره خپل ملاتړ څرګندکړ او د خلکو د غوښتنو او مطالباتو د څيړنې او حل کولو په برخه کې يې د حکومت په جدي پاملرنې باندې ټينګار وکړ.
د کتنې برخه والو د دولتي ادارو په جوړښت کې د عدالت او د ملي مشارکت تامينول، په ټولګټو خدمتونو د خلکو برلاسۍ، محرومو او کمو پرمختللو سيمو ته ځانګړې پاملرنه او په دولتي اداروکې له فساد سره جدي مبارزه د خپلو اساسي غوښتنو په توګه د جمهور رييس له مرستيال سره طرحه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته