خبرونهسیاستTOP

د اسلامي امارت پلاوي د قطر له چارواکو سره د افغانستان هوايي ډګرونو د مدیریت پر قرارداد خبرې وکړې

کابل – د وري ۵مه – باختر

د بهرنيو چارو د سرپ‍رست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي د قطر د لومړي وزير له مرستيال او بهرنيو چارو له وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل.

باختر آژانس ته له بهرنیو چارو وزارت څخه په رارسېدلي خبر کې ویل شوي دي چې په دې کتنه کې چې پرون ترسره شوه، د یو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعاتو سربېره، د افغانستان د هوايي ډګرونو د قرارداد پر هغو ټکو خبرې وشوې چې لا تر اوسه پرې دواړه لوري توافق ته نه دي رسيدلي.

په همدې حال کې په کتنه کې دواړو لوریو هغه ټکي مشخص کړل چې لا زيات بحث او وضاحت ته اړتیا لري.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له پلان سره سم، د افغانستان، قطر او ترکیې تخنيکي ټیمونه په ګډه کار کوي چې د هوایي ډګرونو د فعالېدو اړوند یوې هوکړې ته ورسېږي.

تر دې وړاندې د ریاست‌ الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون؛ د هېواد بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې وه چې قطري چارواکو ته د افغانستان هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه د هوکړې د لاسلیک لپاره وخت وټاکي.

وهاج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته