امنیت

درې سوه يو شپېته طالبان ووژل شول

کابل/ د زمري١٩مه / باختر:
په تېرو ٢٤ ساعتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په بريدونو کې٣٦١ طالبان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان باخترآژانس خبريال ته وويل:
د کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتيا، پکتيکا، ميدان وردګو، قندهار، سرپل، تخار، کندز او بغلان کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په مخامخ بريدونو اوجګړو کې ٣٦١ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٤٥ نورټپيان شول..
په دې بريدونو کې د وسله والو طالبانو يو زيات شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته