کابل باختر د کب يوولسمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دکرکټ د ٢٠١٥ ميلادي کال په نړيوال جام کې په خپلې څلورمه لوبه کې دچارشنبې په ورځ داستراليا له ملي ټيم سره مخامخ کيږي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دکرکټ د ٢٠١٥ ميلادي کال دنړيوال جام په سياليو کې چې همدا اوس په استراليا او نوي زيلاند کې دوام لري ، دافغانستان دکرکټ ملي ټيم داستراليا له ټيم سره خپله څلورمه لوبه دافغانستان په وخت دچارشنبې دورځې له غرمې مخکې په يوولسو بجو پيليږي .
ديادونې وړده چې داستراليا دکرکټ ملي ټيم دنړۍ دډيرو قوي ټيمونو له جملې څخه بلل کيږي . خو دهيواد دکرکټ بورد مسوولين وايي چې دافغانستان دکرکټ دملي ټيم غړي داځلې هم دښه تياري تر څنګ په يوې لوړې روحيې سره داستراليا ټيم په وړاندې دريږي .
1 1 دقیقه لوستل