کابل باختر دلړم شپاړسمه
دجوزجان ولايت دخواجه دوکو ولسوالۍ دغجري دکلي سړک تر فزل اياق پوري له کريړاچولو وروسته نن ګتې اخستنې ته وسپارل شو .
دديارلس نيمو کېلومترواو ددرې نيمو مترو په اوږدوالې دغه سړک دخواجه دوکو ولسوالۍ اته کلي ددغې ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي .
دخواجه دوکو ولسوال عبدالرزاق قادري باختر اژانس ته وويل په دغه سړک دسولې دعالي شورا دبيا ادغام دپروګرام له لاري په څلورو مياشتو کې د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست له خوا دڅه دپاسه پنځلسو مليونو افغانيو په لګښت کريړ اچول شوي دي .
خبرځاى زياته کړه ددغې پروژې په تطبيق سره داتو کليو اوسيدونکو ته دتګ راتګ اسانتياوي برابري شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ