خبرونهټولنهروغتیا

خوست کې څه باندې ۱۳سوه کارتنه تاريخ تېر خوراکي توکي نیول شوي دي

کابل، د وري ۳۱مه، باختر
په خوست ولايت کې د کشفي ارګانونو او د خوړو او درملو د کیفیت ارزونې کمېټې د ګډې همغږۍ په پایله کې ۱۷ ډوله بېلابېل خوراکي توکي چې ټول ټال۱۳۵۰ کارتنه کیږي ترلاسه شوي او په تړاو یې یو کس هم نیولی دی.
د یادې کمېټې مسوول ګلزار فقیر باختر اطلاعاتي آژانس ته وویل:”دغه اندازه توکي چې بېلابېل ډوله بیسکویټ، کیکونه، چاکلیټ او نور خوراکي توکي پکې شامل دي، د خوست ښار په یوه ګودام کې نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د ياد ولايت د عامې روغتیا ریاست مسوولينو له را واردوونکو تجارانو څخه غوښتنه وکړه، چې هېواد ته د تاريخ تېرو او بې کيفيته توکو له واردولو څخه ډډه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې ځايي چارواکو د يادو توکو د لمنځه وړلو او اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته په دې تړاو د نيول شوي کس د سپارلو ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته