سیاستخبرونهTOPښوونه او روزنه

جنک اونال: ترکيه د افغانستان له تحصلي نظام سره د بنيادي کارونو په برخه کې همکاري کوي

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ نداء محمد نديم په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سرپرست سفير جنک اونال او مل پلاوي سره وکتل.
نديم په دغه کتنه کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د علمي او کلتوري اړیکو په پاللو ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر مذهبي مشترکاتو خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو هم ټینګار وکړ او د لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې يې ځینې وړاندیزونه له جنک اونال سره شریک کړل.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ترکیې سرپرست سفیر د افغانستان او ترکیې د اکاډمیکو اړیکو پر مخینه خبرې وکړې او د افغانستان له تحصیلي نظام سره د بنیادي کارونو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده، چې په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو او علمي تجربو شریکولو خبرې وکړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته