سیاستخبرونه

جمهوررییس غني د ملي روغې جوړې عالي شورا له رییس سره وکتل

۳۴- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي روغې جوړې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ارګ کې وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې ډاکټر عبدالله عبدالله جمهوررییس غني ته د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د دویمې ناستې راپور ورکړ او د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې ترمنځ د مذاکراتو راتلونکي پړاو پر موقعیت او وخت هم بحث وشو.
جمهوررییس وویل: د افغانستان حکومت به د افغانستان د سولې بهیر له ملاتړي ګروپ سره یوځای د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاوونه پرمخ یوسي.#
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته