خبرونهاقتصادټولنهTOP

تېره میاشت هېواد ته د نږدې ۳ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی

کابل، د سلواغې ۲مه، باختر

د احصايې او معلوماتو ملي اداره د تېرې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲زره او ۹۷۰ بهرنيو وګړو د تګ راتګ د ثبت خبر ورکوي.

دغه ادارې ویلي ثبت شوي ارقام ښيي چې د روان کال په مرغومي میاشت کې د ۱۹ ښځینه ‌وو په ګډون، ۱۵۵۱ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۱۴۱۹ نور، چې له دې ډلې یې ۱۹ښځې دي، له هېواده وتلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو شمېرو پر بنسټ، د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ او راتګ د نیمروز ولایت له بندر، د هرات ولایت له هوايي میدان او بندرونو او د تورخم بندر له لارې ثبت شوی دی.

د يادولو ده چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو ترڅنګ، د هېواد د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم په غاړه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته