خبرونهاقتصادټولنه

بغلان کې د ملخانو د لمنځه وړلو کمپاین پیل شو

کابل،  د غوايي، لومړۍ نېټه، باختر 

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال دفتر په مالي لګښت په دغه ولایت کې د ملخانو د له منځه وړلو  کمپاین د دې ولایت له ډنډغوري ولسوالۍ څخه پیل شو. 

د یاد ولایت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو برخې مسوول ولي آمرخېل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه کمپاین د ملګرو ملتونو د خوړولو او کرنې« FAO » په مالي لګښت له ډنډغوري ولسوالۍ پیل شو چې موخه یې د هغو ملخانو لمنځه وړل دي، چې د کروندګرو کښتونه لمنځه وړي.

آمرخېل زیاته کړه، چې د ملخانو د لمنځه وړلو دغه کمپاین به په مرکزي بغلان، دهنه غوري، دوشي، نهرین او په وار سره د بغلان په ټولو ولسوالیو کې ترسره شي.

په وته وخت کې د خواجه الوان د سیمې یو تن کروندګر مرجان همت وویل، چې ډېر کله په کښتونو باندې د ملخانو راښکته کېدل کروندګر له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ کوي او پکار ده چې دغه پیل شوی کمپاین په پوره تدبیر، دقت او قاطعیت سره د دې ولایت په ټولو هغو سیمو کې پلي شي، چې د ملخانو د شتون ویره پکې محسوسېږي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته