خبرونهاقتصادټولنه

بدخشان کې د دوو کرنیزو پروژو د رغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د غوایی ۵ مه، باختر

د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د دوو چکډیمونو د رغولو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر قاري احسان الله سراجي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د ارګو ولسوالۍ په ګنده چشمه او د درایم ولسوالۍ د حاجي پهلوان په جوازخانه سیمه کې د دغه ریاست پرمټ د ۳ میلیونه ۷۶۲ زره افغانیو په لګښت د دوو چکډېمونو د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې یاد دوه چکډېمونه د سلګونه متره مکعب د اوبو د ظرفیت په لرلو سره د ځمکې لاندې د اوبو د زېرمې ترڅنګ د موسمي سېلابونو د زیانونو مخه هم نیسي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامې امارت په راتګ سره په یاد ولایت کې د چکډېمونو او د اوبو بندونو جوړولو په برخه کې پوره پاملرنه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته