کابل، د وري ۱۵مه، باختر
د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې تېر کال د دغه ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو څه باندې ۱۰۰ زره کورنيو او بهرنيو سیلانیانو لیدنه کړې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي صفیالله رائد له باختر آژانس سره د خبرو پرمهال وویل چې د دغو ۱۰۰ زره سیلانیانو له ډلې یې ۱۵۰۰ بهرني وګړي دي چې د دغه ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.
مولوي رائد زیاته کړه، چې هوډ لري په روان کال کې د ګرځندوى د صنعت د ودې او په دغه ولايت کې د زياتو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د راجلبولو په خاطر د سېلانيانو لپاره لا زیاتې آسانتياوې برابرې کړي چې لومړي قدم کې به په بند امیر پارک کې د غوره آسانتیاوو لرونکی یو هوټل جوړ کړي.
بامیان د ګڼو طبیعي او تاریخي ځایونو په لرلو سره هر کال د زرګونو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د ورتګ شاهد وي.