خبرونهTOPټولنهروغتیا

افغاني سره میاشت د سوري زړه په رنځ اخته د ۴۵ ماشومانو وړیا درملنه کوي

کابل، کب ۷مه، باختر

افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې څلورو کورنيو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۴۵ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده، په تېرو ۱۹ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲ زره ۹۱۲ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره د هېواد دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته