کابل / د لړم ١۴مه / باختر
آلمان اعلام وکړ چې له لوږي سره د مبارزې او د بېوزلۍ له امله په افغانستان کې د انساني بحران د مخنيوي په خاطر۶٠٠ میليونه يورو مرسته کوي.
ټاکل شوې ده دغه مرسته د نړيوالو مرستندويو بنسټونو له لارې په افغانستان کې اړو کورنيو ته د خوړو په برابرولو کې ولګول شي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې له افغانستان سره د ۶٠٠میليونه يورو مرستې په اعلامولو سره ويلي دي چې دغه پيسې به له لوږي سره د مبارزې او د بېوزلۍ له امله په افغانستان کې د انساني بحران د مخنيوي په خاطر ورکول کېږي.
ويل کېږي دغه پيسې د افغانستان له خلکو سره د آلمان د ملاتړ صندوق له مرستو څخه جلا دي.
ج-ا