کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه
افغان ځواکونو په عملیاتوکې اته تنه له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتله کې ونیول.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې عملیات د امنیت د تامینولو او ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو په موخه ترسره شوي او څو وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. عملیات لا هم دوام لري.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ